Skip to main content
King County logo

هر هغه څوک چې په بشپړه توګه نه وي واکسین شوی ، د هغوي لپاره د روغتیا ریاست امر قابل د اجرا دی. کوم کسان چي په بشپړه توګه ندي واکسین شوي باید په عامه داخلي ځایونو کی خپل مخ و پوښي او یا کله چې بیرون وي او شپږ فوټه فزیکي فاصله له نورو سره نه شي مراعت کولی باید خپل مخ و پوښي.

هر څوک باید ښه برابر (فیټ سوی) ماسک په لاندې ځایونو کې واغوندي:

  • په زندانونو یا بندي خانو کې
  • د بې کور کسانو په شیلترونو کې
  • په ښونځیو او د ماشومانو د پاملرنې په ځایونو کې
  • په عامه ترانسپورتونو کې
  • او د روغتیايي پاملرنې په ځایونو کې لکه د ډاکټرانو دفترونه ، د اوږدمهاله پاملرنې ځايونه ، او روغتونونه.

د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) پدې وروستیو کې خپلې لارښونې تازه (آپدیت) کړي ترڅو بشپړ واکسین شوي خلکو ته اجازه ورکړي چې په ډیرو ترتیباتو کې ماسک اغوستل ودروي. د CDC ریس (ډایریکټر) روچیل والنسکي او د واشنګټن د روغتیا ریاست، وروسته روښانه کړه چې د داخلي ماسک اغوستلو امر (حکم) ختمول باید د کوید۱۹ او واکسین د پوښښ فیصدي پورې تړاو ولري.

که تاسو په دې اړه چې په کینګ کاونټۍ کې څه پیښیږي پوښتنه لرئ ، مهرباني وکړئ د سهار 8 بجو څخه دمازدیګر تر 7:00 بجو پورې د کینګ کاونټي کوید ۱۹ مرکز سره ټیلیفوني اړیکه ونيسئ 206-477-3977 له دوشنبې څخه تر جمعې پورې. د ژباړې مرسته تر لاسه کولای شئ.