
په Metro کې څنګه سپاره شو
د King کاونټي ښارګوټي Metroته ښه راغلاست! دغه لارښود به تاسو ته وښیي چې له ترانزیت څخه څه ډول ګام په ګام ګټه واخلئ. همدارنګه دا چې په بس کې څنګه د سفرونو لپاره سپاره شئ، زموږ ویډیو وګورئ. مننه چې زموږ سره سپاره شوئ!
ګام 1: خپل سفر پلان کړئ
د خپل سفر لپاره د بس تر ټولو غوره مسیرونه ومومئ او دا چې چیرې بس ته وخېژي او ښکته شي.
مراجعه وکړئ tripplanner.kingcounty.gov، ته، بیا خپل د پیل پته او چېرته چې روان یاست د هغه ځای پته ټایپ کړئ. یو وخت او نیټه وټاکئ ، او ستاسو د سفر انتخابونه به ښکاره شي
یا د Metro د پیرودونکو د خدمتونو څانګې ته په 206-553-3000، شمېره، له دوشنبې څخه د جمعې تر ورځې، د سهار له 6 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو پورې زنګ ووهئ.
که چېرته تاسو ژباړن ته اړتیا لرئ، موږ مرسته درسره کولای شو! د 1 تڼۍ کېکاږئ تر څو له یو چا سره وصل شئ چې ستاسو په ژبه خبرې کولای شي. هغه سپاره کسان چې په اورېدو کې ستونزه لري، کولای شي چې WA ریلي ته په 711 شمېره زنګ ووهي.
ګام 2: د خپل بس تمځای ومومئ
ټول بسونه د خپل لین شمیره یا توری لري. د بس تمځایونه د قطب او نښان په واسطه په نښه شوي دي. نښه به د بس هغه لارې لیست کړي چېرته چې ودریږي. ډاډ ترلاسه کړئ چې هغه لاره چې تاسو پرې تلل غواړئ لیست شوی دي.
ځینې د بس تمځایونه ستاسو د کارولو لپاره سرپناه او څوکۍ لري تر څو د انتظار پر مهال یې وکاروئ.
کله چې یو بس ستاسو په تمځای کې ودريږي، نو تاسو د بس مخې یا څنګ ته خپله لاره وګورئ.
که چیرې تاسو کومې پوښتنې لرئ، نو موټر چلوونکی در سره مرسته کولی شي.
که اړتیا وي، نو یو ملګری یا د کورنی غړی درسره ولرئ تر څو ستاسو د مسیر شمېره او لوري په یوه کاغذ ولیکي. تاسو کولی شئ دا د بس چلوونکي ته وښيئ کله چې تاسو بس ته خېژئ یا راښکته کېږئ.
ګام 3: بس ته ننوځئ او تادیه وکړئ
د خپل سفر لپاره د پیسو ورکولو لپاره له دې لارو څخه یوه غوره کړئ.
A
د ORCA کارت سره ټایپ کړئ – تر ټولو اسانه او غوره ارزښت.
B
د بس ټکټ د کرایې بکس ته دننه کړئ.
C
په خپل موبایل اپلېکېشن کې د د Transit GO ټکټ واخلئ او چلوونکي ته یې وښایاست.
D
دقیق مقدار نغدي یا اسعار داخل کړئ. چلوونکي نشي کولی تاسو ته ماتې پېسې ورکړئ. کله چې تاسو په نغدي توګه یا د بس له ټکټ سره تادیه ترسره کوئ، نو له چلوونکي څخه د یوه کاغذي لېږد يا رسيد غوښتنه وکړئ تر څو کله چې په دوه ساعتونو کې بل بس ته پورته کېږئ، و یې کاروئ.
ستاسو لپاره کومه کرایه مناسبه ده؟
د غوره کرایې او تادیې اختیار موندلو لپاره، kingcounty.gov/WhichOrcaFare څخه لیدنه وکړئ.
سایکلونه او ترانزیت
د Metro هر بس کولای شي په مخکینۍ قفسه کې تر درې پورې سایکلونه لېږدولای شي. کله چې تاسو غواړئ د ترانزیت په تمځای کې خپل سایکل پورته یا ښکته کړئ، نو موتر چلوونکي ته ووایاست.
د لاسرسي وړ والی
ټول بسونه ریمپونه يا زينې لري. که چیرې تاسو معلولينو چوکۍ یا د ماشوم ګاډولۍ لرئ، یا که چیرې بس ته په سپرېدو کې اضافي مرستې ته اړتیا لرئ، نو د زينې لپاره د موټر چلوونکي څخه پوښتنه وکړئ.
د ډریور تر شا مستقیمې څوکۍ د معلولیت لرونکو خلکو، بوډاګانو، یا هغه والدېنو لپار چې کوچني ماشومانو لري ځانګړي شوي دي. د توکو لکه سټرولرونو او معلولينو چوکۍ د خوندي کولو لپاره د خوندیتوب تسمې وکاروئ.
ګام 4: د ودرېدواو ښکته کېدو غوښتنه وکړئ
A
د خپل تمځای په هکله وګورئ او واورئ کله چې اعلان شي. کله چې ستاسو تمځای را نږدي وي، د ژیړ سیګنال سیم را کش کړئ یا د درېدو ”STOP“ سور رنګ تڼۍ ته فشار کړئ.
B
د درېدو غوښتنه وشوه ”STOP REQUESTED“ نښه به روښانه شي او یو زنګ به وغږیږي. د یوې څنګ یا شاته دروازې له لارې وځئ مګر دا چې تاسو د دروازې زينې ته اړتیا ولرئ.